په پاکستان کی پنځه زره دینی مدرسی ترهګر روزی
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

د افغانستان د ملي امنیت رئیس جنرال رحمت الله نبیل، د مشرانو جرګې غونډي ته ویلی دی چې د ډیورنډ د کرښي په هاغاړه کي۵۰۰۰ مدرسې د افغانستان ضد ترهگر روزي. هغه د افغانستان د استخبارتو په برخه کي د لا ډیري پانگوني غوښتنه وکړه ،ښاغلي نبیل چی د تیری سه شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د می ۱) د مشرانو جرګې عمومي غونډي ته ور بلل شوی وو چي په هيواد کي د وروستي امنیتي وضعیت او په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کي د وسله والو طالبانو د همهاله بریدونو په اړه سناتورانو ته معلومات ورکړي جنرال نبیل وویل چې اوس مهال په پاکستان کې پنځه زره دیني مدرسې د افغانستان پر ضد د ترهګرو پر روزلو بوختې دي چی د شاوخوا ۳۰۰۰۰ مدرسو په ډله کې ۵۰۰۰ ئې هغه دیني مدرسې دي چې پکښې د دیني زده کړو پر ځای د افغانستان دښمنانو ته د تروریستي اهدافو درسونه ورکول کیږي. که په یوه کال کې دوه کسان د افغانستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو له پاره وروزي نو ټول ۱۰۰۰۰ کسان کیږي ، همدا رنګه ښاغلی نبیل ویلی دی چی دا ټولو ته واضیح ده چې په تیرو لسو کلونو کې افغانستان ته له همسایه ملکونو څخه مشکلات راځي. په دې اړوند باید په تیرو لسو کلونو کې زیاته پانګونه د استخباراتو په برخه کې شوې وای

ایران او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک تړون په وړاندې یې له پیله حساسیت ښوولی دی. ایران له دې کبله چې ممکن د افغانستان له لوري به تهدید شي خو پاکستان بیا په دې خاطر چې په سیمه کې یې ستراتیژیک اهمیت ختمېږي له دې کبله یوازې ایران او پاکستان د امریکايي پوځیانو له حضور او له افغانستان سره د امریکا د ستراتیژیک تړون مخالف دي. ایران په دې خاطر چې له امریکا سره یې مخالفت ښکاره دی په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو له حضور سره خپل مخالفت هم نه پټوي خو پاکستان بیا په دې تمه چې لا هم له امریکا مرستې ترلاسه کړي خپل مخالفت په زغرده نه اعلانوي د ډېرو افغان شناندو او یوشمېر لوېدیځو رسنیو په نظر د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک د افغانستان د ناامنۍ دوو تږو هیوادونو یعني پاکستان او ایران ته زغرد پیغام ولېږه چې که هر څومره جګړه اوږده کړي افغانستان دوی ته په میدان نه پرېښوول کېږي.

دفارس خبري اژانس د پاکستان د پوځي استخباراتو (اى اس اى) د پخواني مشر او د طالبانو له ملاتړکوونکي جنرال حميدګل سره په دې اړه مرکه کړې ده فارس د حميدګل له قوله ليکلي، چې د دغه تړون د لاسليک موخه په سيمه کې د ځواک د توازن له منځه وړل دي او امريکا غواړي چې ايران، پاکستان او چين تر خپل اغېز لاندې راولي د اى اس اى پخواني مشر ويلي دي: دا د امريکا يوه حربه ده، ترڅو پاکستان او ايران بې اهميته وښيي او دغه دواړو هېوادونه بايد ژر تر ژره ځواب ورکړي او پرې نږدي چې په اسيا کې د ځواک توازن له منځه لاړ شي حمید ګل زیاته کړی ده چی دغه تړون دامریکا یوه نوی سناریو ده چی باید پایلی ته ونه رسیږې د جنرال حميدګل په وينا، افغانستان او امريکا به د دغه تړون په لاسليکولو سره ونه شي کړاى امنيت ټينګ کړي او طالبان کمزوري کړي .

د امریکایي ځانگړو کوماندو په لاس د اسامه بن لادن د وژني د کلیزي یوه اوونۍ وروسته هیلري کلنټن په هندوستان کي یوې غونډي ته د خبرو پر مهال وویل:  موږ غواړو چي القاعده له پښو وغورځوو او موږ په دې برخه کي ډیر پرمختگ کړی دئ هغې په خپلو خبرو کي زیاته کړه چي لا تر اوسه هم د القاعده شبکې یو شمېر مهم مشران پټ دي. د هغې په وینا الظواهري چي تر اسامه بن لادن وروسته د القاعدې مشرتوب په میراث ور پاته سوی دئ، دوی په دې باور دي چي هغه په پاکستان کي يو ځای پټ دئ ایمن الظواهري چي مصری تابعیت لري د اسامه تر وژل کیدو پوري د القاعدې د ترهگري شبکې دوهم کس وو. د متحده ایالاتو د استخباراتو ادارې، ایمن الظواهري د القاعدې شبکې د ایدیالوژیک مشر په توگه یادوي کلنټن په خپلو خبرو کي دا هم ویلی دی چي په دې پوهیږي چي پاکستان د حافظ سعید د محاکمه کیدو په اړه څه نه دي کړي. هغې د لښکر طیبه د ډلي د مشر د نیولو پر سر ایښودل شوي انعام ته په اشارې سره وویل چې متحده ایالات به خپلو دې هڅو ته دوام ورکړي تیره میاشت د امریکا متحده ایالاتو د حافظ سعید په اړه د معلوماتو ورکوونکي له پاره د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو د انعام ورکولو اعلان وکړ. حافظ سعید په پاکستان کې په آزداه توگه ژوند کوي او د هغه په اړه فکر کیږي چي د ممبی د بریدونو د اصلي طراحانو څخه وو. په دغه بریدونو کي ۱۶۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

کلنټن چي په کلکته کي ئې د خلکو یوې غونډي ته خبري کولي د ترهگرۍ پر وړاندي د پاکستان د عامو خلګو د قربانیو څخه هم ستاینه وکړه او ویویل چي د ترهگرو له خوا دوی د تاوتریخوالي اصلي قربانیان وو

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د تېری سه شنبه د خپل هیواد مشرانو جرګې ته په یوه رپوټ کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو اصلي خنډ دی د دغه رپوټ له مخې، د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د افغان دولت او نړیوالو ځواکونو مخالفو وسلوالو پټنځي، د هغوی پرضد عملیات نه کول او له دغه هیواد څخه افغانستان ته د چاودېدونکو موادو په نه بندولو کې د پاکستان بې غوري هغه څه دي چې په افغانستان کې امنیت خرابوي ،پاکستاني چارواکي تل دا ډول څرګندونې ردوي او وايي چې د ترهګرۍ ضد نړیواله جګړه کې له امریکا سره رښتونې ملګرتیا کوي،د دغه هیواد چارواکي ان اوس  دا هم وايي چې له امریکا سره یې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په وژلو کې مرسته کړې او سي ای اې ته د دوی ور کړي معلومات سبب شول چې اسامه بن لادن ووژل شي ،د ای اېس ای دوو چارواکو تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ ته له نومښودنې   پرته ویلي و چې امریکا باید دوی ته د اسامه بن لادن د سر انعام هم ور کړي که څه هم امریکايي چارواکو د ای اېس ای دا څرګندونې رد کړې دي، خو د پاکستان د دفاع وزیر چوهدري احمد مختار پرون ویلي چې پر ای اېس ای سربېره د پاکستان پوځ هم له امریکا سره د اسامه په وژلو کې مرسته کړې ده ،نوموړي د اسامه بن لادن د لومړي تلین په مناسبت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان د پوځ او څارګرې ادارې په همکارۍ د امریکا څارګرانو د اسامه بن لادن درک وکړ او ویې واژه

له هغو ظلمونو سره سره چې ګاونډيانو(ایران او پاکستان) په تېرو دېرشو کلونو کې پر افغانانو کړي دي، د هغوى اندېښنې له ناچارۍ له امريکا سره په ستراتيژيک سند کې په پام کې نيول شوي دي د ملي امنيت سلاکار رنګين دادفر سپنتا د دغه مطلب په څرګندولو سره وويل، چې د دولتي بنسټونو ويجاړېدل، د اردو له منځه تلل، د سياسي ګوندونو په خپلو کې ښکېلېدل، د طالبانو رامنځته کېدل، د خلکو عام وژنه او نور ډېر شيان د همدغو ګاونډيو له امله شوي دي؛ خو له دې سره سره له ناچارۍ د هغوى اندېښنې په ستراتيژيک تړون کې په پام کې نيول شوې دي نوموړي، چې  (د غويي ١٤مه) يې د “له ٢٠١٤ کال وروسته د ملي پوليسو لرليد” په نړيوال کنفرانس کې خبرې کولې، د يو شمېر کارپوهانو په څرګندونو د نيوکې په ترڅ کې، چې د رسنيو له لارې خپرې شوې، وويل: “په خواشينۍ سره چې تېره شپه ډېرى سياسي کارپوهانو د خپلې اندېښنې د ګاونډيو په اندېښنو متمرکزې کړې وې او ډېر کم يې د افغانانو د اندېښنو په اړه، چې ولې مو اړتيا لرله، چې داسې ستراتيژيک سند لاسليک کړو، خبرې کولې،سپنتا له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو د سند لاسليکول د افغانستان لپاره مهم وباله او زياته يې کړه، دا د هېواد په تاريخ کې لومړى ځل دى، چې له يوه ځواکمن هېواد سره داسې مهم سند لاسليک کېږي ،د ملي امنيت سلاکار زياته کړه: “له شک پرته، زموږ اندېښنه داسې ده، چې موږ د يوه ځواکمن متحد له لرلو پرته د نړۍ په دې بحراني سيمه کې په مشکل کولى شو، چې د خپل هېواد له عزت او ابرو، خپلواکۍ او ملي وحدت څخه وکړو او دې ته اړتيا لرو؛ له داسې نړۍ سره چې زموږ ملي حاکميت او خپلواکۍ ته درناوى کوي، متحد شو، څو وکړاى شو له بالقوه ګواښونو څخه دفاع وکړو.”

 که ځه هم په ظاهره طالبانو او حزب اسلامی  دواړو  دافغانستان او امریکا تر مینځ دسترا تیژیک تړون په وړاندی احسا سیت  شودلی دئ  خو د کتونکو په وینا دافغانستان او امریکا تر مینځ ستراتیژیک تړون طالبانو ته هم دا پیغام ولېږه چې دا خوب یې نه شي رښتیا کېدای چې امریکا او نړیواله ټولنه به له افغانستانه وځي او دوی به د ګاونډیو هیوادونو د ملېشو په څټ سپاره کابل نیسي ،ډیلي بیسټ ورځپاڼې په همدې اړه د طالبانو د استخباراتي مقاماتو له قوله ویلي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون د دوی لپاره په جګړه کې بریالیتوب ګرانه کړ ،دې ورځپاڼې په خپل  راپور کې ویلي دی چې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو تړون د کابل چارواکي خوشاله کړي، منځلاري طالبان یې خوابدي کړي خو سخت دریځو ژمنه کړې چې لا به هم جګړې ته دوام ورکود امریکا او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د تړون پراساس به امریکا له ۲۰۱۴ وروسته د یوې لسیزې لپاره د افغانستان پوځي او مالي ملاتړ کوي. د دې خبرې مانا دا ده چې امریکا او نړیواله ټولنه به د افغانستان اوسنی دولت سقوط ته نه پرېږدي ،د ډیلي بیسټ خبریالان وايي، د امریکا او افغانستان د تړون په اړه منځلارو یا معتدلو طالبانو ورته ویلي چې د کرزي د حکومت د نسکورولو او د هغه پر ځای د ملا عمر د واکمنولو په باب د دوی د هیلو پوره کېدل سخته شوي ،د طالبانو یوه استخباراتي مامور، د نوم د نه ښوولو په شرط ډیلي بیسټ ته وویل:د امریکا او لوېدیځ له خوا دا ډول ژمنې موږ دې نتیجې ته رسوي چې جګړه به ډېره اوږده شي او زموږ جنګ به له ستونزو سره مخامخ کړي. ځکه چې ټول اوس لا له جګړې ستړي دي ،پر دې سربېره طالبان اندېښنه لري چې د دې تړون په پایله کې، چې په ۲۰۱۴ کال کې امریکايی پوځیان ووځي، ممکن د افغانانو په منځ کې د طالبانو ضد روحیه پیاوړې شي.

ډیلي بیسټ ورځپاڼې له امریکا سره ستراتیژیک تړون د افغانستان د ولسمشر لپاره بریالیتوب بللی او لیکلي یې دي، سره له دې چې په تړون کې ډېر موارد مشخص شوي نه دي، عام افغانان او د دولت غړي یې هرکلی کوي.

دوی وايي چې دا د کرزي لپاره بریالتوب و ځکه چې بالاخره یې امریکایان اړ ایستل چې په شپږو میاشتو کې د افغان بندیانو د سپارلو او د شپې په عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د مخکښ رول ورکولو ژمنې وکړي.

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي، هر څومره چې امریکایي پوځیان له عام محضره لېري کېږي او د هغوی ځای افغان امنیتي ځواکونه نیسي، د طالب جنګیالیو د جتګېدو روحیه کمزورې کېږي. دوی د ډاکتر نجیب الله د رژیم وروستیو کلونو ته اشاره کوي چې د شوروي پوځیانو له وتلو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو روحیه پیاوړې شوه او په مقابل کې یې د جګړې دوام ته د مجاهدینو انګېزه کمه شوه دا امکان اوس لا زیات دی ځکه چې پر اوسني حکومت او چارواکو یې د شوروي پلوه رژیم په شان د کفر ټاپه نه شي لګول کېدای.پای


May 7th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی